پاکستان د امریکا په تور لېست کې ځکه شامل شو چې له مذهبي ازادیو سرغړاوی کوي
د امریکا متحده ایالات وايي، پاکستان د هغو هېوادونو په تور لېست کې شامل کړی چې له مذهبي ازادیو سرغړاوی کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د سې شنبې په ورځ وویل، پاکستان د داسې یو هېواد په توګه یادوي چې د مذهبي ازادۍ په برخه کې یې په اړه تر ټولو زیاته اندېښنه موجوده ده.
د مذهبي ازادۍ څخه د سرغړونکو په تور لېست کې د پاکستان شاملول وروسته له هغې دي چې تېرکال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پاکستان پهدې اړه د څارنې په ځانګړي لېست کې شامل کړی و.
ویل کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر تازه اعلان پهدې معنی دی چې پاکستان د امریکا له بندیزونو سره مخ کېږي.
د بشري حقونو مدافع ډلې په پاکستان کې د شیعه مسلمانانو، عیسویانو او احمدیانو په شمول د مذهبي اقلیتونو د وضعیت په اړه اندېښنه لري.
د پاکستان سره په څنګ کې، چین، ایران، میانمار، شمالي کوریا، سوډان، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایریتیریا نور هغه هېوادونه چې د مذهبي ازادیو د سرغړاوي په تور لېست کې شامل دي.