ملګري ملتونو په سوریه کې سلګونه زره کسانو ته مرستې پيل کړي
ملګري ملتونه وايي، په سوریه کې یې سلګونه زره کسانو ته د اردن له سرحده بشري مرستې پيل کړي.
د ملګرو ملتونو په خبره دا مرستې د جابر نصیب سرحدي لارې نه چې دوه میاشتې مخکې پرانېستل شول، سوریې ته وړي او په اړمنو خلکو یې ویشي.
د ملګرو ملتونو سازمان بشري چارو ادارې ویلي څه باندې زره متریک ټنه بشري مرستې چې ۳۷۰ لاریو کې بار دي په څلورو اوونیو ک په شپږ نیم لکه سوریایانو ویشل کېږي.