په غزني کې د وسلو یوه زېرمه د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې
![په غزني کې د وسلو یوه زېرمه د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې](https://gdb.rferl.org/944E032B-2AB0-444D-AB09-5D36AB0E1B1B_w800_h450.jpg)
په غزني ولایت کې د وسلو یوه زېرمه کشف او د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.
په غزني کې ملي پولیسو او ملي امنیت تېره ورځ له غرمي مخکې ښار ته څېرمه د علي لالا په سیمه کې له یوه کوره د وسلو یوه زېرمه پیدا کړې ده چې ګڼ شمېر وسلې او پوځي مهمات په کې دي.
د غزني د د والي د دفتر په اعلامیه کې ویل شوي دي چې د وسلو دغه زېرمه د اپراتیفي معلوماتو پر بنسټ د محمد عثمان په نامه د یوه کس په کور کې کشف شوې ده.
په نیول شویو وسلو کې نهه میله کلاشینکوفونه، پنځه میله تمانچي، یو میل بم اچونکی او یوه اندازه مرمۍ شامل دي.
د یادو وسلو په تړاو یو مشکوک کس هم نیول شوی دی.