د نیمزو یو شمېر بزګران او مالداران د FAO له مرستو هرکلی کوي
![د نیمزو یو شمېر بزګران او مالداران د FAO له مرستو هرکلی کوي](https://gdb.rferl.org/C8073873-F691-4DB2-9A75-FAA21AA2DB59_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
په نیمزو ولایت کې یو شمېر بزګران او مالداران د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان FAO له شویو مرستو هرکلی کوي.
دوی ازادي راډیو ته ویلي چې دغه مرستې به د وچکالۍ ځپلو ستونزې تر یوه بریده هوارې کړي.
په مرستو کې پر هر یوه بزګر یوه بوجۍ د غنمو تخم، یوه بوجۍ یوریا کېمیاوي سره او یوه بوجۍ (دایامونیوم فاسفیټ) او پر هر یوه مالدار درې بوجۍ ۵۰ کیلویي کُنجاړه په وړیا توګه وېشل شوي دي.
تر دې مخکې هم په نيمروز ولایت کې پر مالدارانو او بزګرانو ۳۸۶ ټنه د څارویو خوراکي توکي، ۱۵۰ ټنه د غنمو تخمونه او ۳۰۰ ټنه یوریا کېمیاوي سره وېشل شوې وه.