د روسیې د بشري حقونو پېژندل شوې فعاله لودمیلا الکسیوا مړه شوه
په روسیه کې د بشري حقونو یوه پېژندل شوې فعاله لودمیلا الکسیوا مړه شوه.
هغه د مرګ په وخت ۹۱ کلنه وه.
انټر فکس خبري اژانس پرون شنبه د ډيسمبر په ۸ مه د روسیې د بشري حقونو د شورا مشر میخایل فیدوتوف له خولې ولیکل چې لودمیلا الکسیوا د ماښام په اووه نیمو بجو مړه شوې ده.
د هغې د مرګ دلیل نه دی څرګند شوی.
مسکو ټایمز الکسیوا په روسیه کې د بشري حقونو مور بللې وه.
هغې له ۱۹۶۰ میلادي کال راهیسې د بشري حقونو په ملاتړ کمپاین کاوه.