د فراه د سقوط شوې الوتکې د ۱۹ قربانیانو جسدونه کورنیو ته سپارل شوي
![د فراه د سقوط شوې الوتکې د ۱۹ قربانیانو جسدونه کورنیو ته سپارل شوي](https://gdb.rferl.org/857DAE7E-AFE1-4E3F-889E-B6AC532F8BF9_w800_h450.png)
په فراه کې د یوه پوځي هليکوپټر د سقوط په پېښه کې د وژل شويو کسانو نولس جسدونه د هغوی کورنیو ته وسپارل.
د روان کال د اکټوبر په ۳۱ مه د ملي اردو یوه هليکوپټر چې له فراه يې هرات ته پرواز کړی و، سقوط وکړ او ۲۵ تنه په کې ووژل شول.
د ۲۰۷ ظفر قول اردو په بیان کې چې پرون شنبه خپور شوی، ویل شوي چې د جسدونو د موندلو لپاره د فراه په اناردرې ولسوالۍ کې پوځي عملیات وشول.
په عملیاتو کې سپېشل فورس یا ځانګړو ځواکونو هم برخه درلوده.
موندل شوي جسدونه په هرات کې د هغوی کورنیو ته ورکړل شوي دي.
په اناردرې کې په پوځي عملیاتو کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ زخمیان شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه خبرې نه دي کړي.