چارواکي: د فاریاب په اندخوی او قرغان کې سلګونه کورنۍ بېځایه شوي
د قرغان ولسوال محمد ابراهیم نن ازادي راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو پنځه ورځې مخکې په قرغان او اندخوی ولسوالیو کې له څو لورو څخه بریدونه پیل کړل چې ورسره د امنیتي ځواکونو جګړې تر اوسه دوام لري.
دی وایي:
"طالبانو د قرغان پر یوې امنیتې پوستې برید وکړ، هغې پوستې سقوط وکړ، له دې سره په اندخوی کې هم وسله والو طالبانو درې پوستې ونیولې او په دواړو ولسوالیو کې ګڼ شمېر خلک د جګړې له سیمو د اندخوی مرکز ته کډه کولو ته اړ شول."
که څه هم د قرغان ولسوال د بېځایه شویو کورنیو دقیق شمېر یاد نه کړ، خو زیاته یې کړه، هره ورځ سلګونه کورنۍ د خپلو ځانونو د ژغورنې لپاره خپلې سیمې پرېږدي.
د نوموړي په وینا، د جګړو له سیمو ګڼې راوتلې کورنۍ د اندخوی مرکز، جوزجان او بلخ ولایتونو ته تللي دي.
تر دې مخکې د فاریاب ولایت چارواکو دغلته د کورنیو بېځایه شویو شمېر شل زره کورنۍ بللی و.