په بلخ کې د ۴ ولایتونو د لاسي صنایعو ګډ نندارتون پرانیستل شو
د یاد ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل مدیر نصیر احمد قاسمي نن ازادی راډيو ته وویل چې د یاد نندارتون د پرانیستلو هدف د یو شمېر ښځو لاسي صنایعو او کرنیزو محصولاتو ته بازار موندنه ده.
د نوموړي په خبره، په یاد نندارتون کې د بلخ، سمنګان، جوزجان او سرپل ولایتونو ښځو د لاسي صنایعو او کرنیزو محصولاتو ۶۰ غرفې پرانيستل شوې وې، خو د دغو سوداګرو او متشبثو ښځو ستونزې بیا د امنیت نشتون، بازار ته نه لاسرسی او تولیداتو ته یې د بازار نشتوالی دی.
د ښاغلي قاسمي په وینا، دا نندارتون به د ښځو تولیداتو ته د بازار موندنې په برخه کې ګټور تمام شي.