عربي امارتو بیا د افغانستان د سولې د پروسې د ملاتړ ژمنه کړې
ملګرو ملتونو ته د متحده عربي اماراتو د دایمي استازي مرستيالې اميرا العفيتي «Amira Al-Hafiti» د افغانستان د وضعيت په اړه د دې سازمان په یوه غونډه کې ټينګار وکړ چې متحده عربي امارات د افغان حکومت په مشرتابه د افغانستان د سياسي حل بشپړه ملاتړ کوي.
مېرمن اميرا د افغانستان د سولې په پروسه کې د دې هیواد د ټولنې د ټولو لوريو پر ګډون ټينګار وکړ.
اميرا العفيتي همدا راز وويل، ابوظبي لېواله دی چې د افغانانو د ليدلوري د برياليتوب په خاطر په دغه هېواد کې د سولې او ثبات د تامین زمينه مساعده کړي.