د «م.م» په عمومي اسامبلۍ کې د امریکا یوه هڅه بریالۍ نه شوه
پهدې اړه د پنجشنبې په ورځ د امریکا له خوا وړاندیز شوې پریکړه لیک ۸۷ موافقې او ۵۸ مخالفې رأیې تر لاسه کړې. خو دا هېواد ونه توانېده چې دوه په درې برخې د تأیید رأیې چې د دې پریکړه لیک د تصویب لپاره ضرور وې تر لاسه کړي. ۳۲ هېوادونو په دې اړه له رأيې ورکولو ډډه وکړه.
که دا پریکړه لیک تصویب شوی وی، د ملګرو ملتونو د عمومې اسامبلۍ لومړنۍ پریکړه لیک به و چې حماس غندي.
په دې اړه د رأیو تر ورکولو مخکې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکې هیلې دا پریکړه لیک د منځني خیتځ لپاره یو مهم ګام بللی و او د عمومې اسامبلۍ له غړیو یې غوښتي و چې دا متن تصویب کړي.