یو امریکایي سرتېری چې په غزني کې ټپي شوی و، ومړ
د امریکا دفاع وزارت وایي، څلورم امریکایي سرتېری چې تېره اوونۍ په افغانستان کې د سړک د غاړې بم چاودنه کې ټپي شوی و، ساه ورکړه.
۲۴ کلن جاسون مک میچل کلري د تېرې یکشنبې په ورځ په جرمني کې د امریکا په پوځي روغتون کې مړ شو.
په دې پېښه کې چې تېره اوونۍ د نومبر په ۲۷ مه غزني ښار ته نېږدې شوې وه، درې امریکایي سرتېري وژل شوي او د مک کلري په ګډون درې نور سرتېري ټپیان شوي وو.
طالبانو د دغې حملې مسؤلیت اخیستی و.
د دغه امریکایي سرتېري په مړینې سره د روان کال له پیله په افغانستان کې د وژل شویو امریکایي پوځیانو شمېر ۱۳ ته ورسېد.