کلکاني: ایران په افغانستان کې د امریکا د ګټو ضد هڅې مخ ته وړي
![کلکاني: ایران په افغانستان کې د امریکا د ګټو ضد هڅې مخ ته وړي](https://gdb.rferl.org/05D34A53-523F-456A-AAB3-85BADAFF6B9D_w800_h450.jpg)
وروسته له هغې چې د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي طالبانو ته د ورکړل شوېو ایراني وسلو څخه پرده پورته کړه، د افغانستان د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون دا مسئله جدي بولي او له حکومته یې د هر اړخېزې څیړنې غوښتنه کوي.
برایان هوک د تېرې پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د وسلو او تجهیزاتو نمونې چې په منځني ختیځ او افغانستان کې موندل شوي، خبریالانو ته وښودې.
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال محمد داود کلکاني ازادي راډیو ته وویل چې ایران په افغانستان کې د امریکا د ګټو ضد هڅې مخ ته وړي او د دولت له وسلهوالو مخالفینو سره پوځي مرسته یې د همدې هڅو یوه برخه ده.
دی وايي:
"که ایران طالبانو ته پوځي مرسته ورکوي، په افغانستان کې به جګړه دوام وکړي، د افغانستان دولت باید د ایران او د نورو هېوادونو د مداخلې په اړه تحقیقات وکړي."
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دولت له وسلهوالو مخالفینو سره د ایران د پوځي مرستو د ادعاوو مسئله په جدي توګه څېړي.