امریکا د ایران لهخوا د منځني واټن ویشتونکو توغندیو ازموینه غندلې
![امریکا د ایران لهخوا د منځني واټن ویشتونکو توغندیو ازموینه غندلې](https://gdb.rferl.org/ECA5D381-F576-4D44-B32D-3A359F392AA3_w800_h450.jpg)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ایران لهخوا د منځني واټن ویشتونکو توغندیو چې مختلف سروکي لېږدولی شي، ازموینه غندلې ده.
مایک پامپئو د شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دغه توغندي د دې وړتیا لري چې د اروپا ځيني برخې او هم په منځي ختیځ کې هره سیمه په نښه کړي.
پامپئو د دغو توغندیو ازموینه د ملګرو ملتونو له ۲۲۳۱ پریکړهلیک څخه سرغړونه وبلله.
دغه پریکړه لیک ایران له دې منع کوي چې د بالستیک توغندیو د پروګرام په تړاو چې د اټمي وسلو د لېږدولو وړتیاوې به هم لري، هر ډول فعالیت ترسره کړي.
خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي د پومپئو دغه څرګندونې رد کړې او ویې ویل چې د توغندیو پروګرام یې یوازې او یوازې دفاعي اهداف تعقیبوي او هغه د ملګرو ملتونو له پریکړه لیکونو سرغړونه نه ده.
ښاغلي قاسمي د ایران له خوا د منځني واټن ویشتونکو توغندیو نوې ازموینه نه رد او نه هم تأیید کړه.