پامپیو : مکسیکو، مرکزي او جنوبي امریکا سره د اړیکو ښه کول بریا ده
د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چې له مکسیکو، مرکزي او جنوبي امریکا سره د خپلو اړیکو ښه کول مهمه بریا ګڼي.
پامپیو د نړۍ د ۲۰ سترو صنعتي هېوادونو په غونډه کې د ګډون لپاره د ارجنټاین په پلازمېنه بونېس ایرس کې دی.
هغه پرون، شنبه د ډسمبر لومړۍ، د امریکا غږ خبریال ته په مرکه کې وویل چې د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت له لومړیو ورځو متعهد و چې دا روابط به ښه کوي.
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر هم په ارجنټاین کې دی.
دا جنوبي امریکا ته د هغه لومړی سفر دی.
مایک پامپیو په جنوبي امریکا کې د چین د پانګونې له زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.