مېرکل د ازوف په سمندرګي کې د بېړیو د تګ راتګ پر ازادۍ ټینګار کړی
![مېرکل د ازوف په سمندرګي کې د بېړیو د تګ راتګ پر ازادۍ ټینګار کړی](https://gdb.rferl.org/A9ED54B8-106C-4BBB-BC4E-140E66F30D86_w800_h450.jpg)
د جرمني صدراعظمې، انګېلا مېرکل د ازوف په سمندرګي کې د بېړیو د تګ راتګ پر ازادۍ ټینګار کړی دی.
د رپوټونو پر اساس، مېرکل په بوئنوس ایرس کې چې د نړۍ د ۲۰ سترو اقتصادي قدرتونو د غونډې په څنډه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره پهدې اړه خبرې کړي دي.
د انګېلا مېرکل ویاند پرون شنبه د ډسمبر لومړۍ، خبریالانو ته وویل چې په سوریه کې پر روان کړکېچ او د روسیې او اوکراین ترمنځ پر وروستیو ناکراریو خبرې شوي دي.
د روسیې پوځ د نوومبر په ۲۵مه، د کریمیا سواحلو ته نېږدې د اوکراین پر درېیو بېړیو چې ازوف سمندرګي ته روانې وې، ډزې وکړې او له ۲۴ ماڼوګانو سره یې ونیولې.