د افغانستان ولسمشر د جورج اېچ ډبلیو بوش په مړینه خواشیني ښودلې
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د پخواني جمهور رئيس، جورج بوش په مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.
جورج بوش د امریکا ۴۱م ولسمشر او د متحدو ایالات ود بل ولسمشر، جورج ډبلیو بوش پلار و.
هغه د جمعې په ورځ مړ شو.
جورج بوش د مړیني په وخت کې ۹۴ کلن و.
د افغانستان د ولسمشر د رسنیو دفتر پر ټوېټر لیکلي چې د امریکا خلکو ته له دې امله د زړه صبر غواړي.