«G4S» تأیید کړه چې د کابل حمله کې ۴ افغان او یو بریتانوی وژل شوی
په بیان کې نهدي ویل شوي چې له زخمیانو څومره کسان د بریتانيې یا د نورو بهرنیو هېوادونو وګړي او څو تنه افغانان دي.
«G4S» په افغانستان کې د بریتانوي ډپلوماتانو د امنیت ټینګولو لپاره کار کوي.
د دې شرکت مشر چارلي بربرېج ویلي چې داسې حملې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې مهم ماموریت نه شي ځنډولای.
د «G4S» امنیتي شرکت پر کمپ د حملې مسوولیت وسله والو طالبانو اخېستی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې حمله څلورو تروریستانو کړې وه.