خلیلزاد په جنیوا کې د نړیوالې غونډې هرکلی کړی
هغه په جنیوا کې د نړیوالې غونډې هرکلی کړی دی.
خلیلزاد نن پنجشنبه د نومبر ۲۹مه، پر ټویټر ولیکل:
"دا چې نړیواله ټولنه په جنیوا کې راټوله شوه، د افغانستان حکومتیې اصلاحاتو ته وهڅاوه او د خپل ملاتړ ډاډ یې ورکړ، مثبته خبره ده."
د امریکا حکومت د سپټمبر په وروستیو کې زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره ځانګړی استازی وټاکه.
خلیلزاد له هغه راهیسې د افغانستان په جګړه کې د دواړو ښکېلو خواوو له استازو سره د خبرو لپاره دوه واره کابل او دوحې ته تللی دی.