توبي لانزر: لا هم په افغانستان کې د مثبت پرمختګ لپاره امکانات شته
په جنيوا کې د افغانستان په اړه په نړیوال کنفرانس کې نن د امنیت ترڅنګ، په دې هېواد کې پر وچکالۍ، د قطحۍ پر خطر او د خوراکي موادو د کموالي له امله پر ممکن بحران خبرې کېږي.
توبي لانزر نن خبریالانو ته ویلي، سره له دې چې د افغانستان خلک له تر ټولو بد حالت سره مخ دي، خو په وروستیو ۲۴ میاشتو کې په ډېرو برخو کې پرمختګ شوی دی.
د یوناما مرستیال ویلي، په افغانستان کې تر درې نیم ميلیونو زیات وګړي په لوږه کې دي او په سږکال کې تقریباً، نیم ميلیون افغانان د جګړې او وچکالۍ له امله بې کوره او بې ځایه شوي دي.
توبي لانزر نن خبریالانو ته وویل چې له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې چې تېر وار د افغانستان په اړه غونډه شوې وه، د پام وړ پرمختګونه شوي دي.