په کابل او بامیان کې ځينو خلکو د علي پور د نیولو له امله مظاهرې وکړې
د کابل پولیس وايي، په دشت برچي سیمه کې نن یو شمېر کسانو د عامه نظم د اخلال هڅه وکړه او د مظاهرې په نامه يې پر پولیسو ډزې وکړې.
امنيه قوماندان سید محمد روشندل ازادي راډیو ته وویل، په دشت برچي کې هغه مهال مظاهرې او یوشمېر نورو کسانو بلوا پیل کړه چې امنیتي ځواکونو دغلته د علی پور په نوم د غیر مسؤله وسله والو یو قوماندان ونیو.
ده وویل:
"یو شمېر کسان چې سړکونو ته را ووتل، د پولیسو پوستې يې وسوځولې، پر پولیسو يې ډزې وکړې، له شلو زیات پولیس ټپیان شوي دي، دا د بلواګرو یوه ډله ده چې د عامه نظم د اخلالو او تاوتریخوالي د پورته کولو په هدف راوتلي دي."
د کابل امنيه قوماندان وايي، له یو شمېر نورو کسانو سره چې سوله ییز اعتراض يې کړی دی، د وضعیت د کنټرول په اړه خبرې کېږي.