اروپايي ټولنه: د خاشقجي په وژنه کې لاس لرونکي دې مجازات شي
سعودي خبريال جمال خاشقجي چې په امريکا کې مېشت و، له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره یې کار کاوه او د اکتوبر مياشتې په دوهمه نېټه په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو. دی د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ منتقد وو.
د سعودي عربستان چارواکو یوه ډله امنیتي کارکوونکي په دې اقدام تورن کړي او دا خبرې يې رد کړي چې ګواکې د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د دې وژنې امر کړی وو.
ریاض د خاشقجي د قضیې په تړاو ۲۱ کسان نيولي او له هغوی څخه پنځه يې په اعدام محکوم کړي دي.
ترکيه هم غواړي چې د دې وژنې ټول مسوولين مجازات شي خو تر اوسه يې پهدې قضیه کې د شهزاده محمد بن سلمان د لاس درلودو په اړه څه نه دي ويلي.
موګیريني په انقره کې د ترکيې د بهرنيو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره په ګډه خبري غونډه کې وويل، هغه کسان چې واقعاً په دې وحشي وژنه کې لاس لري، بايد ځواب ووايي.