ټوسک: بریتانيا او اروپايي اتحادیه يوه توافق ته رسيدلي
دا خبرې په يوه بيان کې راغلي چې ښايي د راتلونکي کال د مارچ مياشتې په ۲۹مه نېټه په کېدونکې د اروپايي اتحاديې د مشرانو په غونډه کې لاسليک شي.
ډپلوماټان هڅې کوي چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیې د وتلو په اړه يو توافقه ليک رامنځته کړي.
ټوسک وايي، د دې بیانيې د متن په اړه د بریتانيا د صدراعظمې ټرزا مې او د اروپايي کمېسيون د رئیس ژان کلاود يونکر تر منځ تېره ورځ تفاهم رامنځته شوی او د ښاغلي ټوسک په وينا يونکر ده ته د دې توافقه لیک د جزئياتو په اړه معلومات ورکړي دي.
ټاکل شوې ده د بریتانيې صدراعظمه ټرزا مې په راتلونکو دوو ساعتو کې په دې اړه د خپل هېواد پارلمان ته معلومات ورکړي.