په جنوبي وزيرستان کې بمي حملې ۲ کسان وژلي او ۱۲ یې ټپیان کړي
دا چاودنه نن پنجشنبه په انګور اډه سيمه کې وشوه.
د پاکستان امنيتي چارواکو ويلي چې وژل شوي کسان له طالبانو او حقاني شبکې سره تړاو لري.
تر اوسه معلومه نهده چې دا چاودنه ولې او څنګه وشوه؟ امنیتي چارواکو چې نهيې غوښتل نومیې څرګند شي، په دې اړه معلومات ورکړي دي.
جنوبي وزيرستان له کلونو راهيسې د پاکستاني سخت دريځو او بهرنیو جګړهمارانو پناه ځای دی.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې دا سیمهيې د سخت دريځو له حضوره پاکه کړې ده، خو پهدې سيمه کې تاوتريخوالی اوس هم دوام لري.
اسلاماباد او کابل پر یو بل تور پورې کوي چې د دښمن سخت دريځو تهيې پټنځایونه ورکړي.
پاکستان وايي چې پر خپله پولهيې د سخت دريځو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره اقدامات کړي دي.