ډونالډ ټرمپ: واشنګټن به د ریاض یو کلک شریک پاتې شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په یو بیان کې د سعودي عربستان سره د اړیکو سخته دفاع وکړه او ویې ویل، د سعودي سلطنتي چارواکو منلي چې په امریکا کې به تر بل هر وخت زیاته پانګونه وکړي.
د سعودي پر چارواکو وروسته له هغې نړیوال انتقادونه زیات شول چې سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي د اکټوبر په دوهمه نېټه په استانبول کې د سعودي د قونسلګرۍ دننه ووژل شو.
خاشقجي چې د واشنګټن پوسټ سره یې همکاري کوله په امریکا کې اوسېده.
سعودي چارواکو استخباراتي اجنټان د دې وژنې مسوول بللی او دا ادعا یې رد کړې چې ګوندې ولیعهد شهزاد محمد بن سلمان د دې عملیاتو څخه خبر و.