افغان اجرائیه رئیس عبدالله به له فرانسوي چارواکو سره وګوري
نوموړي د اروپا د همکارۍ او اقتصادي پراختیا د سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره فرانسې ته تللی دی.
د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي چې پهدې سفر کې له ښاغلي عبدالله سره ملګری دی، پرون د اجرائیه رئیس د نننیو لیدنو په اړه معلومات ورکړل.
نوموړي وویل:
"افغان اجرائیه رئیس د اروپا د همکارۍ او اقتصادي پراختیا په غونډه کې وینا کوي او ټاکل شوې ده چې د افغانستان سره د دې سازمان د همکاریو په اړه د افغان حکومت لید لوری مطرح کړي. د ښاغلي رحیمي په وینا د دې غونډې ترڅنګ به عبدالله عبدالله د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر، د فرانسې د سنا له رئیس او د یونسکو د ادارې له رئیس سره لیدنې وکړي."
د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، د اقتصادي همکاریو جلبول پاریس ته د ښاغلي عبدالله د سفر د اجنډا مهمه برخه ده.