د امریکا د خزانې وزارت په ۶ افرادو او ۳ بنسټونو بندیزونو لګولي
همدارنګه د دې وزارت په وینا دا شبکه فلسطینۍ حماس ډله او د لبنان حزب الله هم تمویلوي.
د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو پانګو د کنټرول ادارې پرون وویل، روسیې سوریې ته د ایران د تیلو انتقال ممکن کړي او د دې انتقالاتو او د پیسو ورکولو د پټ ساتلو لپاره له مختلفو لارو چارو کار اخلي.
د امریکا د خزانې وزیر سټیون منوچېن په یو بیان کې ویلي:
"موږ نن د یوې پیچلې طرحې پر ضد اقدام کوو چې روسیې او ایران د بشار الاسد د رژیم د پیاوړتیا او د ایران د ورانونکو فعالیتونو د ډاډمنولو لپاره ترې کار اخېست."
پرون د روسیې د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس لئونید اسلوتسکي دا امریکا د خزانې د وزارت دا اقدام کاملاً غیرې قانوني وباله.
روسیه او ایران د سوریې په اووه کلنه کورنۍ جګړه کې د بشار الاسد د رژیم نېژدې او مهم ملاتړي دي.
هغه کسان او بنسټونه چې د امریکا د خزانې د وزارت د وروستیو بندیزونو هدف دي، د روسیې، سوریې او ایران دي.