د انټرپول د نوي مشر د ټاکلو لپاره به رأیې ورکړل شي
بریتانوي رسنیو راپور ورکړی چې پر روسیې د هغو تورنو سربېره چې ګوندې د انټرپول پولیسو په وسیله خپل سیاسي مخالفان تعقیبوي، د دې زیات احتمال شته چې ۵۶ روسي جنرال الکساندر پروکوپچوک د انټرپول مشر غوره شي.
د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د پولیسو مشران په دُبۍ کې په یوه څلور ورځنۍ غونډه کې راټول شوي او نن د انټرپول یا نړیوالو پولیسو د نوي مشر د انتخاب لپاره رأی ورکوي.
د دې ادارې اوسنی رئیس د جنوبي کوریا کېم جونګ ینګ دی.
نوموړی هم د دې څوکۍ یو کاندید دی. د انټرپول پولیسو مرکزي دفتر د فرانسې په لیون ښار کې دی.