یوناما، امریکا او افغان دیني عالمانو د کابل خونړی حمله وغندله
په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازي دفتر یا یوناما پرخپل ټویټر ویلي:
"په داسې حال کې چې په ټول افغانستان کې خلکو یوه مهمه مذهبي ورځ یادوله، د کابل خونړۍ چادونې یوناما غوسه کړې ده."
د یوناما چارواکو د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي ښودلې او زیاته کړې یې ده، دوی د پېښې په اړه د معلوماتو پر راټولو بوخت دي.
د بخښنې نړیوال سازمان هم په یو بیان کې پرونی برید غندلی او دا یې یو جنایت بللی.
په کابل کې د امریکا سفیر جان باس هم پر خپل ټویټر کي ویلي چې پر دیني عالمانو د تير ماښام تروریستي برید په ژوره توګه خواشینی کړی.
افغان دیني عالمانو بیا دا د اسلام خلاف عمل بللی دی. د کابل د دیني عالمانو د شورا رئیس عبدالبصیر حقاني ازادي راډیو ته وویل:
"کافر هم دا ډول عمل نه کوي لکه دوی چې کړی، موږ یې په سختو ټکو غندو، دا د پیغمبر پر سیرت حمله ده او دا د اسلام خلاف ده."
پر افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله سربېره یو شمېر نورو افغان چارواکو او سیاسي شخصیتونو هم د میلاد النبي پر مراسمو دا ځانوژونکی برید غندلی او دا یې د اسلام د احکامو څرګند سرغړاوی بللی دی.