په هرات کې ۲۰ مېرمنې د کورنیو باغچو په برخه کې وروزل شوې
د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، دغه روزنیز پروګرام په کرخ ولسوالۍ کې په لاره اچول شوی و.
د خزاني سبو کرکیله او په کورنیو باغچو کې کرکېلې ته د ځمکې چمتو کول هغه موضوعات و چې پهدې روزنیز پروګرام کې مېرمنو ته ور وښودل شول.
د دې روزنیز پروګرام موخه د کتار په ډول د سبو د کرکیلې ترویج او همدا راز د کرخ ولسوالۍ په کلیو کې د خوارځواکۍ د کچې ټېټول ښودل شوي دي.