اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله فرانسې ته رسېدلی
د اجرائیه ریاست یوه ویاند فریدون خوځون پر خپل ټوېټر لیکلي چې نوموړی به دغلته د اروپا د اقتصادي همکاریو او پراختیا په کنفرانس کې پر وینا سربېره، له یوشمېر مشرانو سره هم وګوري.
د اجرائیه ریاست یوې خبرپاڼې هم ویلي چې ښاغلي عبدالله په پاریس کې د افغانستان او سیمې په اړه د اروپا د اقتصادي همکاریو او پراختیا په غونډو کې پر ګډون سربېره، د فرانسې له لوړپوړو چارواکو او په دې کنفرانس کې د نورو ګډونوالو هیئتاتو سره وګوري.
د اروپا د همکارۍ او اقتصادي پراختیا د سازمان دا نولسمه غونډه ده چې له ننه تر چهارشنبې پورې دوام وکوي او په بحثونو کې به یې د افغانستان په اړه هم خبرې شاملې وي.