ارزګان: ترينکوټ کې يو اختطافچي، نشهيي مواد او وسلې نیول شوي
د ارزګان ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سردار محمد حيا نن ازادي راډيو ته وويل چې افغان ځواکونو تېره ورځ د دغه ولايت د مرکز ترينکوټ اړوند په تالانی سيمه کې عمليات کړي دي چې پر مهاليې ۱۱ کېلو ترياک، يو شمېر وسلې او یوه اندازه مهمات ترلاسه شوي دي.
سردار محمد حيا همدا راز وویل چې د مرکز ترينکوټ اړوند په چرمګر سيمه کې هم دغو ځواکونو عمليات کړي دي چې پر مهاليې يو اختطاف کوونکی نېول شوی دی.