دفاع وزارت: په پچیر اګام کې لږ تر لږه ۳۹ داعش وسله وال وژل شوي
په هغه خبرپاڼه کې چې نن سهار دفاع وزارت خپره کړې، ویل شوي چې پر دې سربېره د غزني ولایت د قره باغ او مالستان په ولسوالیو کې ۳۴ تنه طالب وسله وال وژل شوي او ۵ تنه نور ټپيان شوي او خبره یې چې د بغلان ولایت د بورکې په ولسوالۍ کې ۸ تنه وسله وال وژل شوي، ۱۰ تنه نور ټپیان شوي او د زابل ولایت د میزانې او د کندهار ولایت د میوند په ولسوالیو کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د غور ولایت د چهار صدې په ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپيان او د میدان وردګو ولایت د نرخ په ولسوالۍ کې هم ۵ تنه ترهګر وژل شوي دي.
همدا راز دفاع وزارت د تخار په اشکمش کې د درېیو، د هملند په نهر سراج او نادعلي کې هم د درېیو وسله والو د وژل کېدو ادعا شوې او د پکتیا په زرمت د کندز په امام صاحب او د کونړ په څوکۍ ولسوالیو کې د شپږو وسله والو د وژل کېدو یې هم ویلي دي.
په مقابل کې یې وسله والو طالبانو که څه د دې ادعاو په اړه تبصره نه ده کړې، خو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یې د یو لړ بریدونو په ترڅ کې حکومتي لوري ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.