په لوګر کې څه د پاسه ۲۱ ټنه نشه يي مواد ونیول شول
په لوګر ولایت کې څه د پاسه (۲۱) ټنه نشه يي مواد ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د هوايي ځواکونو په مرسته د لوګر ولایت په روسي میدان سیمه کې د نظامي عملیاتو په نتېجه کې ۲۱ ټنه او ۴۲۵ کیلو ګرامه چرس تر نیولو وروسته وسوځول.
ښاغلی یاد ګاري وایي چې په روانه اوونۍ کې د دوی پولیسو د څو نورو نظامي عملیاتو په ترڅ کې لسګونه کیلو ګرامه نشه یي مواد او قاچاق کوونکي هم نیولي دي.
دی وایي:
"د کورنيو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د اوونۍ په اوږدو کې د هېواد په پنځلسو ولايتونو کې (۶۶) عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې (۱۰۱) ټنه نشه يي مواد ونیول شول، په دې تور يې (۸۷) مشکوک خلک نيول شوي او د نشه يي موادو شپږ زېرمې هم ويجاړې شوي دي."
د یادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاق او ساتلو په تور اته تنه له څه اندازې وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي.