په کراچۍ ښار کې بمي چاودنې ۲ تنه وژلي او ۵ نور ټپیان دي
د پاکستان پولیس وایي، په کراچۍ ښار کې بمي چاودنې دوه تنه وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.
دا چاودنه پرون د مالیر په سیمه کې وشوه.
پولیس وایي چې د سړک د غاړې بم له یوه بازار سره نېږدې وچاودېد.
د دوو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د دې چاودنې مسؤلیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
کراچۍ د پاکستان په جنوب کې د سند ایالت مرکز او هغه ځای دی چې هلته غیر قانوني افراطي مسلمان وسله وال فعاله دي.