امنیت شورا: امریکا، سعودي او عربي اماراتو سره ګډې موافقې شوي
امنیت شورا نن په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ګډون په دې وروستیو کې په ابوظبي کې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه یوه غونډه جوړه شوې وه.
امنیت شورا وايي، د افغانستان د ملي امینت سلاکار حمد الله محب هم په دې غونډه کې برخه درلوده.
دا چې د ابوظبي په غونډه کې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه څه موافقې شوي دي؟ د امنیت د شورا په اعلامیه کې په دې هکله څه نه دي ویل شوي.