ډونالډ ټوسک د اروپايي سرمشریزې د جوړېدو غوښتنه کړې ده
ډونالډ ټوسک نن وویل، که کومه فوقالعاده پېښه ونهشي نو د اروپايي شورا غونډه به جوړه کړي چې له دې ټولنې څخه د بریتانيې د وتلو معامله نهايي کړي.
تردې یوه ورځ مخکې د اروپايي ټولنې مرکچي او د بریتانيې صدراعظمې ټرزا مې اعلان وکړ چې له اروپايي اتحاديې څخه د بریتانيې د وتلو په یوه ۵۸۵ مخیزه مسوده يې موافقه کړې ده.
د بریتانيې خلکو د ۲۰۱۶میلادي کال د جون د ۲۳مې په ټولپوښتنه کې له اروپايي ټولنې څخه وتلو ته رأیه ورکړه.