الکسي ناوالني وايي، له روسیې له وتلو منع شوی
ټاکل شوې چې په سټراسبورک کې د اروپا د بشري حقونو محکمې د ناوالني په برخه کې خپل حکم اعلان کړي.
الکسي ناوالني د روسیې پر حکومت له سختو انتقاد کوونکو دی.
ناوالني نن سې شنبه د نومبر ۱۳مه، پر ټویټر لیکلي چې په هوايي ډګر کې د پاسپورټ د کنټرول مأمورینو درولی او د "خاصې تلاشۍ" په نومیې له روسیې د هغه د وتلو مخینوی کړی دی.
الکسي ناوالني په یوه ټویټ کې لیکلي:
"هغوی یو لیک راکړ چې له وتلو منع یم، خو ولې؟ هېځ وضاحتیې نهدی راکړی." او د لیک متنیې هم خپور کړی دی.
ناوالني له روسیې فرانکفورت او بیا ستراسبورګ ته د تګ پلان درلود.
هغه د ځان په اړه د اروپا د بشري حقونو د محکمې د حکم د اورېدو لپاره سټراسبورګ ته روان و.
د اروپا د بشري حقونو محکمه به په دې اړه پرېکړه کوي چې د روسیې حکومت د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ میلادي کلونو ترمنځ الکسي ناوالني د سیاسي دلایلو پر اساس توقیف او جریمه کړی او په دې ډولیې د هغه پر بنیادي بشري حقونو تېری کړی دی.