په یمن کې ډاکټران: په حدیده ښار کې۱۵۰ تنه وژل شوي
د یمن حکومت پلوي ځواکونه چې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف یې ملاتړ کوي، د حوثي یاغیانو په وړاندې چې د ایران له ملاتړه برخمن دي، جګړه مخ ته وړي او هڅه کوي چې حدیده ښار له دغو یاغیانو تصفیه کړي.
په عین حال کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هانت پرون دوشنبې د سعودي عربستان له پاچا سلمان سره وکتل، څو پر هغه فشار راوړي چې په یمن کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ملګرو ملتونو د هڅو ملاتړ وکړي.
د بریتانیا ترڅنګ، امریکا او فرانسې هم په یمن کې د شخړو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.