زلمي خلیلزاد په کابل کې له عبدالله عبدالله سره وکتل
زلمي خلیلزاد پرون دوشنبه په کابل کې له عبدالله عبدالله سره وکتل.
د عبدالله مرستیال ویاند امید میثم ازادي راډيو ته وویل:
"ښاغلي خلیلزاد څرګنده کړه چې واشنګټن ژمن دی چې د سولې بهیر به د افغانانو په مشرۍ او مالکیت مخ ته وړي او امریکا او نور هېوادونه به د اسانتیاوو برابرونکو په توګه رول لوبوي. اجرائیه رئیس هم تاکید وکړ چې د سولې د پروسې په تړاو باید د افغانستان خلکو ګام په ګام معلومات ورکړل شي."
ښاغلي خلیلزاد د یکشنبې په ورځ دغه راز له افغان ولسمشر اشرف غني سره هم کتلي و.
د خلیلزاد دغه لیدنې کتنې د هغو هڅو یوه برخه ده چې هدف یې د افغانستان د حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته لاره هوارول دي.
ټاکل شوې چې نوموړی به پهدې سفر کې پاکستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته چې د طالبانو سیاسي دفتر پهکې فعال دي، هم ولاړ شي.