سعودي په کابل کې پرونۍ ځانوژونکي حمله په سختو ټکو وغندله
د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې دا ډول بې رحمانه اعمال په کلکه غندلي او قربانیانو او د هغوی کورنۍ ته یې د خواخوږي ترڅنګ د ترهګرۍ په وړاندې مبازره کې د افغانستان له حکومت سره خپل کلک پیوستون څرګند کړی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي چې پهدې حمله کې چې مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخېستی، شل تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه حمله د په لسګونو معترضانو د راټولېدو ځای ته نېژدې شوې ده.
اعتراض کوونکو د غزني په مالستان او جاغوري او د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالیو کې د وسلهوالو طالبانو د حملو په وړاندې راټول شوي وو.
داعش پهدې وروستیو کې په کابل کې د ډېرو حملو مسوولیت په غاړه اخېستی دی.