لاریونوال: په ځاځي اریوب کې هوایي برید ترورېستان نه، ملکيان وژلي
لاریون کوونکو په یوه پرېکړهلیک کې ولايتي چارواکو ته پنځه ورځې وخت ورکړ، څو دوی ته دا ثابته کړي چې د تېرې شنبې ورځې په هوایي برید کې د سیمې ملکي وګړي نه، بلکې ترورېستان په نښه شوي، کنه د هر راز قومي دريځ د پایلو مسؤلیت به د دولت په غاړه وي.
اخوا د ځاځي اریوب ولسوال ښاغلي کفتان اخلاص لاریون کوونکو ته ډاډ ورکړ او ویېویل چې د دوی غوښتنې به له ولایتي ادارې سره شریکې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ولایتي شورا او د سیمې اوسېدونکو یاده پېښه د هوایي برید له امله، خو ولایتي چارواکي وایي، معلومه نهده چې یاده مرګ ژوبله د هوایي برید او که د سړک د غاړې د ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.