سپېدار: خلیلزاد دې د ترورېزم پر مرسته کوونکو هېوادونو فشار راوړي
اجرائیه ریاست دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې ښاغلی خلیلزاد یو وار بیا د افغانستان د سولې په هدف، د سیمې سفر پیل کړی دی.
نوموړي تازه په کابل کې په ولسمشر محمد اشرف غني سربېره له یو شمېر افغان سیاسي مشرانو او چارواکو سره کتلي دي.
بلخوا د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، زلمی خلیلزاد پلان لري چې مسکو ته هم سفر وکړي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ مسکو کې خبریالانو ته ویلي چې له خلیلزاد سره له اوږدې مودې راهېسې پېژني او مسکو ته د نوموړي د سفر پر مهال به ورسره یو ځل بیا وګوري.
دا په داسې حال کې ده چې مسکو تازه د افغانستان د سولې په اړه د یوې داسې غونډې کوربه و چې طالب استازو او د افغانستان د سولې د شورا غړو پهکې برخه لرله.