د ښځینهوو د کرکټ: هند پاکستان ته او اسټرالیا، ایرلنډ ته ماتې ورکړه
لومړۍ لوبه د اسټرالیا او ایرلینډ ترمنځ وشوه چې ایرلینډۍ لوبډلې په لومړي بیټنګ کولو سره په ټاکلو شل اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره اسټرالیاۍ ښځینه لوبډلې ته د ۹۴ منډو هدف وټاکه چې په ځواب کې اسټرالیايۍ لوبډلې ورکړل شوی هدف د يوې وکټې په زیان سره د لوبې په لسم اوور کې پوره او لوبه یې په ۹ وکټو وګټله.
په دوهمه لوبه کې بیا پاکستانۍ ښځينه لوبډلې لومړی بيټنګ وکړ او په ټاکلو شلو اوورونو کې یې د ۷ وکټو په زیان سره هندۍ ښځینه کرکټ لوبډلې ته د ۱۳۴ منډو هدف وټاکه چې په ځواب کې هندۍ لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۹ اوور کې پوره او لوبه یې په ۷ وکټو وګټله.
ټاکل شوې د ښځینه شل اوریز کرکټ نړیوال جام سیالیو د سبا ورځې په دوو لوبو کې بنګلهدېش د انګلستان په وړاندې او سویلي افریقا د سریلانکا په وړاندې د لوبې ډګر ته لاړ شي.