د افغانستان ځانګړي ځواکونه د غزني جاغوري ولسوالۍ ته تللي
وسله والو طالبانو پرون په جاغورو کې پر دوو امنیتي پوستو حملې وکړې.
د غزني د پولیسو مرستیال مشر رمضان علي محسني د فرانسې خبري اژانس ته نن پنجشنبه د نوومبر۸مه وویل چې وسله والو طالبانو په جاغوریو کې د خلکو کورونو ته اور اچولی دی.
محسني ویلي چې د تلفاتو دقیق شمېر لا نه لري.
د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند نن پر فيسبوک لیکلي چې د ځانګړو ځواکونو ډلې جاغوریو ته روان شوي دي.
د جاغوریو اکثر خلک چې شیعه ګان او هزاره ګان دي، وېره لري چې د مذهبي یا توکمیز فرق له امله په نښه کېږي.
خو وسله والو طالبانو نن په یوه بیان کې رد کړه چې پر ځانګړو قومي، مذهبي یا توکميزو لږکیو هدفي حملې کوي.