کندهار چارواکي: په ميوند ولسوالۍ کې عملياتو ۱۷ وسلهوال وژلي
عمليات د ملي اردو ځانګړو ځواکونو د نړیوالو په مرسته تېره شپه د ميوند ولسوالۍ د بند تمور په سيمه کې ترسره کړې دي.
جنوب کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق عيسي وایي چې دغه عمليات د کمانډو ځواکونو د کشفي معلومات پر بنسټ ترسره کړې چې په کې ۱۷ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ژوبل شوي دي.
عيسي وویل چې په ترسره شوېو عملياتو کې د وسله والو مختلفي وسلې، چاودېدونکي توکي او ۱۴ موټر سايکلونه هم د امنیتي ځواکونو له خوا له منځه وړل شوي.
طالب وسله وال تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.