ایران: اسرائیل د ایران پر مخابراتي سېستم ناکام سایبري برید کړی
د ایران د اطلاعاتو وزیر محمد جواد ازري جهرمي دا تور نن د خپل ټوېټر اکاونټ له لارې پورې کړی دی.
نوموړي ویلي چې دا سایبري برید په ایران کې د تخنیکي ټیم د بیدارۍ له کبله ناکام شوی دی.
تر جهرمي مخکنې د نوموړي مرستیال حمید فتاحي ویلي وو، تخنیکي ټیم یې ددې هېواد په مخابراتي سېستم کې د نفوذ څو هڅې کشف کړې دي.
د تهران دا ادعا تر هغې یوه اوونۍ وروسته کېږي چې د ایران پوځ د سبوتاژ سره د مبارزې د برخې مسؤل غلا رضا جلالي وویل، د ولسمشر حسن روحاني ټیليفون په ورستیو کې ثبت شوی دی.