په مالیزیا کې یوه اوکراینۍ ښځه په عمري بند محکومه شوې
د مالیزیا سترې محکمې د دوشنبې په ورځ کلاودیا لوپاتکینه د یو نیم کیلو ګرام کوکائینو په قاچاق مجرمه وبلله.
دا ۲۴ کلنه اوکراینۍ د ۲۰۱۵ میلادي کال په ډیسمبر میاشت کې د مالیزیا د پیننګ ټاپو په نړیوال هوايي ډګر کې د ګمرک مامورینو وروسته له هغې ونیوله چې له دې سره یې د چاکلېټو په څو بکسونو کې کوکائین وموندل.
په ۲۰۱۷ میلادي کال کې یوې ابتدايي محکمې لوپاتکینه ته له دې تور برات ورکړی و، خو څارنوالانو یې پر قضیه د بیا غور غوښتنه وکړه.
نوموړې د نیول کېدو پر مهال حامله داره وه او په ۲۰۱۶ میلادي کال کې یې په توقیف کې لور زېږولې ده.