چارواکي: په زابل کې لس وسله وال وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي
په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قل اردو ویاند تورن احمد صادق عیسی وايي، عملیات ددې قل اردو د لومړۍ پلې لوا ځواکونو د زابل د ارغنداب ولسوالۍ د لغړ بابا په سیمه کې کړي دي چې ۲۴ ساعته یې دوام کړی.
ښاغلي عیسی د ملي اردو ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلې.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.