د میدان وردګو د باغ لرونکو ټولنې سره د مڼو تړون لاسلیک کېږي
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دغه تړون له مخې به شااوخوا ۷۰ زره مټریک ټنه مڼې د میدان وردګ ولایت له باغ لرونکو نه اخیستل کېږي چې ګټه بهیې په مسقیم ډول باغ لرونکو ته رسېږي.
د ښاغلي رستمي په خبره، دغه لړۍ به په راتلونکي کې ګام په ګام نورو ولایتونو ته هم وغځېږي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې میدان وردګ يو له هغو ولایتونو څخه دی چې هر کال شااوخوا له ۸۰ نه تر ۹۰ زره مټریک ټنو پورې مڼې تولیدوي، خو په ډېر ارزانه بیه بازار ته وړاندې کېږي او باغ لرونکي له خپلو تولیداتو ډېر کم عاید ترلاسه کوي.