ډونالد ټرمپ: رسنۍ دې له نهختمېدونکې دښمنۍ لاس واخلي
د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پر رسنیو غږ وکړ چې له نهختمېدونکې دښمنۍ څخه لاس واخلي.
ټرمپ دا خبرې نن سهار پنجشنبه د اکټوبر ۲۵مه، د امریکا د استخباراتو ادارې د راپور په اړه په وینا کې کړې دي.
د امریکا د استخباراتو ادارې پرون وویل چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما او د بهرنیو چارو د مخکېنۍ وزیرې هېلري کلېنټن په ګډون یو شمېر مخکښو ډموکراتانو ته مشکوک بمونه وراستول شوي دي.
دې ادارې وویل چې لږ تر لږه ۴ بستې چې مشکوک بمونه پهکې وو، په لاس ورغلي دي.
دې مسئلې په امريکا کې چې د نومبر پر ۶مه انتخابات کېږي، سیاسي کړکېچ زیات کړی دی.
ولسمشر ډونالد ټرمپ نن په وېسکانسن ایالت کې خبریالانو ته وویل چې د دې کار عاملان به ونیسي، خو پر رسنیو یې هم غږ وکړ چې د منفي معلوماتو او ناسمو راپورونو له خپرولو لاس واخلي.
ډونالد ټرمپ وویل:
"په امریکا کې د اختلافونو د حل او زموږ د خلکو د نږدې کولو لپاره رسنۍ مسؤلیت لري چې په مدني لحن خبرې وکړي او له نهختمېدونکې دښمنۍ، په متواتر ډول له منفي خبرو او ناسمو معلوماتو او راپورونو له خپرولو لاس واخلي، هغوی باید دا کار بس کړي! هغوی باید خلک سره نږدې کړي!"
د امریکا ولسمشر ژمنه وکړه چې سیاسي تشدد په امریکا کې ځای نهلري او حکومت بهیې د مسئلې تل ته د رسېدو لپاره بشپړې څېړنې وکړي.